د افغانستان د مسئلو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د جون له ۳۰ مې د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره شوه.
د عامه افکارو په اند، اړوندې خواوې باید له افغانستان سره د پرمختګ د ستونزو په هواري او له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد په اتصال کې مرسته وکړي او په تېره بيا امريکا باید صميميت وښيي او خپل مسئوليت باید پرغاړه واخلي، ځکه پوځي مداخلې يې افغانستان ته لوی زيانونه رسولي او افغانان يې ډېر ځورولي دي.
امریکا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پای ته ورسوله، خو له هغه وخت راهيسې د افغانستان اقتصادي وده، د بنسټيزو تاسيساتو ابادي او خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. کله چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، نو د امريکا ولسمشر جو بایډن د رسنيو پر وړاندې په ډاګه وويل، چې مونږ ځواکونه افغانستان ته د ابادۍ په موخه نه وو استولي، ځکه د خپل راتلونکي ټاکل او ځاني مديريت د افغانانو خپل کار او مسئوليت دی.
د جو بایډن له يادو څرګندونو څخه داسې ښکاري، چې امريکا هڅه کوي د ستونزو مسئوليت پر افغانستان واچوي.
په افغانستان کې د امريکا شل کلنۍ جګړې کې د ۳۰ زرو عامو خلکو په ګډون ۱۷۴ زره افغانان وژل شوي او نږدې ۳/۱ نفوس يې بې کوره او کډوال شوي دي.
له افغانسانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو نږدې درې کلونه تېر شوي، خو عام خلک لا تر اوسه د امریکا د تېرو ظالمانه کړنو له امله کړيږي او ان ژوند له لاسه ورکوي. د تېر جون په ۱۶مې نېټې د افغانستان په شمالي فارياب ولایت کې پر ۴ ماشومانو د لوبو پرمهال بمي سرګولوله وچاودېده او د څلورو واړو ژوند يې واخېست. دغو ماشومانو بمي سرګولوله د لوبو د الې په ډول لوبوله، خو خبر نه و، چې دا بم دی او وبه وژل شي. هر مهال او وخت ناوخت دا ډول پېښې مخې ته راځي.
سي اېم سي يا د کلاسټر بمونو اتحاديې (Cluster Munitions Coalition) شمېرې ښيي، چې له ۲۰۰۱م تر ۲۰۰۲م کال پورې امريکايي ځواکونو په امريکا کې تر ۱۲۰۰ ډېر کلاسټر بمونه غورځولي، چې ۲۴۰ زره ګولۍ پکې شاملې دي. د بې پولې ډاکټرانو سازمان ويلي، چې تر ٪ ۲۰ کلاسټر بمونه تر غورځېدو وروسته چاودنه نه کوي او په راتلونکي کې د خلکو ژوند ګواښي. سره صلیب نړيوالې ټولنې ويلي، چې افغان ماشومان تر ټولو ډېر د کلاسټر بمونو د چاودېدنو له امله وژل کيږي او یا معیوبيږي. د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې د امريکا لخوا غورځول شوو کلاسټر بمونو ګڼ شمېر کروندې ويجاړې کړي او د عامو خلکو په روح او روان او سيمه ييزو کرنيزو چارو يې خورا منفي اغېزې کړي او دا اغېزې به يې څو نسلونه وځوروي.
د افغانستان بيارغونه تراوسه له ډېرو ستونزو سره مخ ده، خو امريکا خپل مسئوليت نه دی رعايت کړی، بلکې د دغه هېواد شتمني يې کنګل کړې او يواړخيز بنديزونه يې پرې لګولي دي. رسمي شمېرې ښيي، چې سږکال په افغانستان کې ۲۳ ميليونه او ۷۰۰زره خلک بشري مرستو ته اړتيا لري او ۹۰٪ کورنۍ په خپلو عايداتو ځانونه نه شي ساتلی او دغه راز د بشري مرستندويه بسپنو اړتيا يې ۳ ميليارډه او ۶۰ ميليونه ډالرو ته لوړه شوې، خو تراوسه یوازې ٪ ۱۶.۲ پيسې ورته راټولې شوې دي.
تېر کال په هرات ولایت کې سختې زلزلې وشوې او د روان کال په مې کې په شمال کې لوی سيلابونه رامنځته شول، چې په دواړو ناورينونو کې ټولټال نږدې ۳۰۰۰ کسان مړه او ګڼ شمېر نور زيانمن شوي دي. له ناورين ځپلو افغانانو سره بشري مرستې هم د امريکا له امله ستونزمنې شوې دي. د امريکا د شل کلنۍ جګړې پر مهال د افغانستان د سړکونو په ګډون ډېر بنسټيز تاسيسات ويجاړ شوي، چې له امله يې ناورين ځپلو سيمو ته د مرستو ليږد ډېر وخت ته اړتيا لري. ناورين ځپلي او بې کوره شوي خلک د بانکوالۍ پر چارو د امریکا د بنديزونو له اغېزو سره مخ شوي او د کور د بيارغونې ځانګړې پيسې له بانکي اکونټ نه شي ايستلی.
د ويلسن فکري مرکز د جنوبي اسيا مسئلې کارپوه مايکل کوګرمن ويلي، واشينګټن ښايي د افغانستان ستونزې هيرې کړې وي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپلې یوې مقالې کې ليکلي، چې امریکا او متحدين يې باید له نورو سره زيات پوهاوی وکړي، د غرور له غونډۍ باید ښکته شي او له افغانستان سره باید بيارغونې کې مرسته وکړي.