د ایران سوېلي خراسان د ګمرک مشر وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹۱۳۴ لارۍ له ماهیرود (ابو نصر فراهي) بندره افغانستان ته لېږدول شوې دي. د محمد کوهګرد په وينا، د وزن له پلوه افغانستان ته د مالونو لېږد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٧٣٥ سلنه زيات شوى دى. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، کوهګرد ویلي، چې د افغانستان د فراه له پولې څخه د ترانزیټي توکو ټول وزن ۲۳۶ زره او ۲۳۵ ټنه و او ټول ارزښت یې له ۳۵ میلیونو ډالرو زیات وو. په دغو ترانزیټي توکو کې کیمیاوي سرې، پرزې او خوراکي توکي شامل وو چې له ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې او اندونیزیا څخه د ماهیرود پولې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي. علي رضا خامهزار وویل، ایران تېر کال افغانستان ته د درې میلیارده ډالرو صادرات کړي دي.