د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې د پریمانه اوبو له امله په دغه ولایت کې د شولو کروندې ۳۵ سلنه زیاتې شوې دي. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، سږکال په هرات کې پر څه باندې ۳ زره هکتاره ځمکې شولې کرل شوې دي. یو شمېر کروندګر بیا وايي، سږکال په هریرود سیند کې د اوبو د زیاتوالي له امله یې پر خپلو ډېری کرنیزو ځمکو شولې کرلې دي. سږنیو ورښتونو او اوبو ډېروالي ته پام د هرات ډېری ولسوالیو کې کروندګرو د شولو کرلو ته مخه کړې ده. د هریرود سیند پر غاړه د ګذرې، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو کې شولې کرل کېږي.