د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال له یو شمېر ازبکستاني پانګه والو سره کتلي دي. په دې کتنه کې ازبکستاني پانګه والو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نفتو د معیاري چاڼخونې جوړولو، د سیمنټو د تولید فابریکې جوړولو، د مالګې کانونو د استخراج او معیاري پخې مالګې د تولید،د معیاري نساجي فابریکې جوړولو او د برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. ورته مهال اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې وزارتونه او ادارې به په خپلو اړوندو برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.