د خوست د فوټبال فدراسیون مسوولینو د دغه ولایت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیاليو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د فوټبال فدراسيون مشر ريبار هڅاند وايي، چې د یاد ولايت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوي، چې د پنزایې وحدت او نبي ورغه کلي لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د کوم ګول وهلو پرته مساوي پای ته ورسېده. د يادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به نږدې یوه نیمه میاشت دوام وکړي چې او لوبو نندارې ته به یې هره ورځ سل ګونه مینه وال ورځي.