د چين حکومت د دغه هېواد له شن جن ښار څخه جونګ شان ښار ته تر اوبو لاندې غځېدلی تونل د جون په ۳۰مې نېټې پرانېست.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه تونل د پرانېستلو په مناسبت اړوندو کارکوونکو ته د مبارکۍ پيغام لیږلی او د پروژې ګډونوالو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
نوموړي د شن جن او جونګ شان ترمنځ غځېدلې لار د هانګکانګ، جو های او مکاو ترمنځ د لوی پل تر جوړېدو وروسته په دې سیمه کې يوه بله لویه ټرانسپورټي پروژه بللې او په خبره يې، د دې لارې په جوړېدو سره د نړۍ په کچې ځينې ستونزې هوارې شوې او ډېر نړيوال ريکارډونه جوړ کړي.