کار او ټولنیزو چارو وزارت له څلورو کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۲۶۱میلیونه افغانیو په ارزښت ۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې له مخې به یې په پلازمېنه او ۷ ولایتونو کابل، بلخ، ننګرهار، لغمان، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې ۴۳۷۲ تنو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره او د ۴۶۰۰ زیانمنونکو ماشومانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ هم وشي. بل لور ته د یادو موسسو استازو د دغه وزارت له چارواکو مننه کړې، چې د پروژو په تطبیق کې یې هر اخیزې اسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.