د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي. دې ادارې پرون ویلي، چې تر دې دمه یې د اړینې بودجې نږدې ۲۳ سلنه ترلاسه کړې چې ۶۹۶میلیونه ډالره کېږي. اوچا وايي چې د ژوند ژغورنې ځینې مهم پروګرامونه ځنډول شوي او د ادارې نور فعالیتونه د بندیدو له خطر سره مخامخ دي. اوچا ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.