د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي نن ازبکستان ته سفر وکړ. په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازي حضور لري. ټاکل شوې چې ياد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د «تجارتي تواصل» په کنفرانس کې ګډون وکړي. ويل کېږي چې په ياد نندارتون کې د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع، او وچې ميوې هم نندارې ته وړاندې کوي.