د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د ۶.۵ میلونو افغانیو په لګښت د اوبو د یوه ذخیروي بند د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسيم سرهنګ ویلي، چې د پرچمن ولسوالۍ په آقتینه سیمه کې ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ متره په اوږدالي او د ۴ متره په سور سره د اوبو یو کوچنی ذخیروي بند (چکډېم) جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. سرهنګ زیاته کړه، چې دغه چکډېم د ۲۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې په دې سره به په سیمه کې د اوبو سطحه لوړه، د سېلابونو او د کورونو د وېجاړېدو مخنیوی او بزګرانو ته به هم ګڼ اسانتیاوې رامنځته شي.