د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پرون راهیسې له پاکستانه نږدې درې سوه کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې. د دغه وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې له دغو کورنیو پرون د تورخم له لارې ۵۳، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۴ ، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۶ او د اسلام کلا له لارې ۱۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. دغه راز ۶ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.