د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ازبکستان ته د سفر پر ترڅ کې د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي؛ په دې ناسته کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د متوازنه کولو، د قرنطین اړوندو هوکړهلیکونو د نهایي کولو، د افغانستان د ریل پټلۍ په سکټور کې د ازبکستان د همکارۍ، د سورخان- پلخمري د برېښنا د لېږد په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ خونې د جوړولو په اړه پرېکړه شوې ده.