په بامیاو ولایت کې د لیمڅي تولیدونکي او پلورونکي وايي دغه ولایت کې د لیمڅیو د پلور بازار ګرم شوی دی. دامهال د بامیانو په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ په ځانګړې توګه مېرمنې د لیمڅیو بېلابېلو ډولونو جوړولو له لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي. بامیانو کې د لیمڅیو یو شمېر تولیدونکي او پلرونکي د دغه دودیز ټغر د پلور بازار غوړېدو ته خوشحاله دي، او وايي، د کورنیو پېردونکو سربېره بهرني پېردونکي هم لري. په همدې حال کې د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې د کورنیو د اقتصادي ودې په موخه هڅه کوي، چې سیمه ییزو تولیداتو ته په ځانګړې توګه لیمڅیو لپاره بازار موندنه وکړي.