د عدلیې وزارت ځانګړې محکمې له لوري د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند د سردار محمد داود خان ښارګوټي د دولتي تثبیت کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې د سردار محمد داوودخان په نوم یادېږې، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه دولتي تثبیت کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې سپارلې ده. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی دولتي تثبیت کړ.