د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۴مه غونډه به د جولای په ۴مې نېټې د قزاقستان په پلازمېنې استانې کې ترسره شي.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن د يادې غونډې د ترسره کېدو په درشل کې يوه نړیواله انلاين سروې ترسره کړې او ډېری ګډونوال یې په دې اند دي، چې شانګهای همکارۍ سازمان د خپل شل کلن پرمختګ په بهیر کې د سیمه ییز امنیت تامین، همکاريز پل، دوستانه کمربند او رغنده ځواک ښودلی دی.
د سروې ۸۲.۸ سلنه ګډونوالو هیله ښودلې، چې د شانګهای همکارۍ سازمان به د نړۍ پرمختیايي هیوادونو ته فعالې ګټې ورسوي او د یو ډېر عادلانه او معقول نړیوال نظم د ابادول لپاره به هڅې وکړي.
د سروې ٪ ۸۹.۶ ګډونوال په دې اند دي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سیمه ییزه او نړیواله اغېزه ورځ تر بلې پراخېږي او ٪۸۳.۷ ګډونوالو يې د سیمه ییز امنیت او ثبات په ساتلو کې د دغه سازمان د لوی رول ستاینه کړې او ٪۹۲.۷ ګډونوالو يې د شانګهای روحیه بريالۍ او ۸۳.۹ سلنه ګډونوالو یې بيا په دغه سازمان کې د چین رول ستایلی دی.
دغه سروې په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۵۲۷ ګډونوالو پرې خپل نظرونه څرګند کړي دي.