د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ترنګ جلدک ولسوالۍ کې د څه باندې ٣ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو د یوه ذخیروي بند د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس حکمت الله رهبر ویلي، چې د ترنګ جلدک ولسوالۍ په سپین بند کلي کې د ٣ میلیونه ۱۷۸ زره ۵۷۷ افغانیو په لګښت د ٢٨ مترو په اوږدالي او د ٣ مترو په سور سره د اوبو یو کوچنی ذخیروي بند (چکډېم) جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. رهبر زیاته کړې، چې دغه چکډېم د ١٣ زره ٢٠٠ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې په دې سره به په سیمه کې د اوبو سطحه لوړه، د سېلابونو او د کورونو د وېجاړېدو مخنیوی او بزګرانو ته به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.