د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې د ۹.۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد طاهر جواد ویلي چې د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې د هلکانو لومړني ښوونځي ودانۍ د ۹.۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د نوموړي په وینا د غه ودانۍ د همکارې موسسې په ملاتړ جوړه شوې ده، چې په دوو وختونو کې د ۶۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري. په دغه ودانۍ کې ۶ درسي، یوه اداري خونه، یو لابراتوار او نور اړین ملحقات شامل دي.