د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ سره د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي کرزي د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته په اشارې سره له دغه هېواد غوښتي، چې د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي. کرزي د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره په ملي تفاهم ټینګار کړی.