د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق ویلي، چې تر پنځو کالو د ټیټ عمر ۸۵۷ زره ماشومانو له ډلې چې په سختې خوارځواکۍ اخته وو دوی د ۲۳۴ زره ماشومانو درملنه کړې ده. دغه بنسټ ویلي، چې د دغو ماشومانو په شمېر کې د اپرېل میاشتې څخه بیا تر مې میاشتې پورې ۷۹ سلنه زیاتوالی راغلی. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق په خپل راپور کې ویلي، د دغو ماشومانو درملنه د افغانستان په ۳۳۰۰ برخو کې شوې ده. دغې ادارې په روان کال کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ملاتړ لپاره د ۴۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه، چې له هغې ډلې څخه تر دې دمه یې یوازې ۵۲ مېلیون ډالره تر لاسه کړي دي.