د جنوبي ولایتونو چارواکي وايي چې مرکزي حکومت باید د کرونا د مخنیوي لپاره جدي اقدامات تر سره کړي. تازه په هېواد کې د کرونا د نړیوالې وبا مثبتې پېښې ۱۱ ته رسېدلې دي. له دې سره هممهاله حکومت د ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي او تعلیمي موسسو د تړلو امر کړی دی او وایي چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره یې دغه اقدام کړی دی. همدا راز د بدني روزنې او سپورت ریاست هم د سپورتي لوبو او مراسمو د ځنډولو خبر ورکړی دی.
پرون په هرات کې د کرونا یوه بله پېښه هم مثبته راووته او په دې توګه په افغانستان کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۱ ته ورسېد. د عامې روغتیا وزارت وایي چې دوی تر خپلې وسې د دغه ویروس د مخنیوي لپاره هڅه کوي. د دغه وزارت چارواکو ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ، دوی د پنځوسو زرو کسانو لپاره د کرونا ویروس د ازمویښت کېټونه لرو. یاد بنسټ بیا دا هم وایي چې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. د سرچینې په خبره، دوی د کرونا ویروس د پراختیا د مخنيوي په اړه احتمالي اقدامات او راتلونکې طرحې له حکومت او روغتیايي همکارانو سره شریکې کړې څو مرستې او همکاري جلب کړي. د عامې روغتیا وزارت دا خبرداری هم ورکوي چې که کرونا ویروس په هېواد کې خپور شو، نو مخنیوی به یې ګران کار وي.
له دې سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي وایي چې په هرات، سمنګان، بلخ او کاپیسا کې د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي دا هم وایي چې تر دې دمه ۱۸۱ مشکوک موارد د دوی لابراتوارونو ته لېږل شوي دي چې له دې ډلې همغه یوولس یې مثبتې او پاتې نورې پېښې منفي وې. د دې تر څنګ، چارواکي دا هم وایي چې ۵۲ مورده نور دوی ته وروړل شوي دي، خو تر اوسه تر معایناتو لاندې دي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
په ورته وخت کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي بیا وایي، چې د بودجې د نشتوالي او مرکزي حکومت د بې پروایۍ له امله په هرات کې د یوه ستر ناورین د رامنځ ته کېدو احتمال شته دی. نوموړی زیاتوي: «زه له هغه ورځې ډارېږم چې خدای مه کړه داسې نه شي بیا مړي راټول نه کړی شو، که نن لاس پکار نه شو، نو حتماً داسې ورځ راتلونکې ده.»
له دې سره هممهاله ولسمشرۍ ماڼۍ د راتلونکي کال د وري یا حمل تر ۳۰مې پورې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه رخصت کړي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه یې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه کړې ده. د سرچینې په خبره، دا نېټه کره نه ده او کېدای شي د وضعیت له تغیر سره سم دوی د مکتبو په رخصتېدو او بېرته پيلېدو له سره کتنه وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ همدا راز اړوندو ادارو ته هم لارښوونه کړې چې د دغه ویروس د مخنیوي په برخه کې اړین اقدامات وکړي.
د سپورت او بدني روزنې ریاست بیا ټولې لوبې او سپورتي محافل لغوه کړي دي. بلخوا د عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې دوی د ودونو د تالارونو، وړکتونونو، کنفرانسونو، حمامونو او نورو ورته ځایونو د تړلو لپاره یې هم وړاندیز کړی دی او ژر به یې په اړه اقدام وکړي.
د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په اړه حکومت داسې مهال بې پروا بلل کېږي چې ولسمشر د دغه پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۲۵ میلیونو ډالرو د ځانګړي کولو خبره وکړه. عامې روغتیا وزارت وایي چې اووه میلیونه ډالر په واک کې ورکړل شوي او د پاتې پیسو اداري مراحل په چټکۍ پر مخ روان دي.