د «اېم ډي سي» په نوم د ماین پاکۍ موسسه وايي، د ماینونو او ناچاوده توکو چاودنې په افغانستان کې هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي. له څو لسیزو د ماینونو او ناچاوده توکو د ختمولو له هڅو سره سره د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خاوره په دغو توکو پوښلې ده. د «اېم ډي سي» ماین پاکۍ موسسې رییس شهاب حکیمي وايي، دغه ماینونه او ناچاوده توکي هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته، چې اکثریت یې ماشومان دي، مرګژوبله اړوي. نوموړی وايي، ماینونه او نور ناچاوده توکي لا هم په افغانستان کې د میلیونونو انسانانو ژوند ګواښي.