د ننګرهار د کور او ښار جوړولو رییس محمد نبي سعید وایي، ورځ تربلې د جلال اباد ښار نفوس کچې لوړېدو ته په کتو یې د جلال اباد نوي ښار لپاره ۴۴ زره جریبه ځمکه په پام کې نیولې ده. محمد نبي سعید د کور او ښار جوړولو وزیر سره کتنه کې ویلي، دغه اندازه ځمکه د جلال اباد ښار ختيځه برخه کې موقعیت لري، چې د ۸ زره جریبه ځمکې توپوګرافي سروې هم ترسره شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د ياد ښار پاتې چارې د ځمکې د نه انتقال له کبله په ټپه ولاړې دي، چې په اجرا کېدو به یې د نوي ښار لپاره پر لومړنیو اقداماتو کار پیل شي. د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي یاد وزارت د ټولو ولایتونو لپاره منظمه ښاري پراختیا رامنځته کوي او هڅې یې پيل کړې، چې د سرپنا برابرولو او د ښارونو جوړولو برخه کې خپل مسئولیت ترسره کړي.