د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولینو، په کندوز کې د ۱۳ مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارو د پیل خبر ورکړی دی. د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پلان له مخې؛ په کندوز کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۳ سايټونه چې سروې یې څه موده وړاندې بشپړه شوې وه؛ د جوړولو چارې یې پيل شوې. د مسوولینو په خبره د یادو سایټونو د رغولو چارو په بشپړېدو سره به د کندوز اړوندو سیمو اوسېدونکي مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او ستونزې به یې تر ډېره بریده حل شي.