د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۵مې نېټې په ماسپښين د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې د دغه هېواد له ولسمشر اما علي رحمان سره د لویې ډلې لېدنه کړې ده.
شي جين پينګ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان صاحب خپل نږدې ملګری یاد کړی او له نوموړي سره په لېدنې یې خوښي ښودلې ده.
نوموړي ويلي، چې هغه له پنځو کلونو وروسته له تاجکستان څخه لېدنه کوي او په وينا یې، دغه هېواد نور هم سمسور شوی دی.
شي جين پينګ تاجکستان د چين دوست ګاونډی او هراړخيز ستراتيژيک ملګری یاد کړی او باور یې ښودلی، چې د امام علي رحمان په مشرۍ او لارښوونې به دغه هېواد د پرمختګ موخو ته رسيږي.
نوموړي زياته کړې، چې د نسل په نسل دوستۍ او د ګډو ګټو پر بنسټ د چين او تاجکستان د ګډ برخليک ټولنې جوړول د دواړو هېوادونو ګډه سياسي پرېکړه ده او د زمانې پرمختګ د تمايل او د خلکو له ګډو ګټو سره یې سمون لري.
چين غواړي، په نويو حالاتو کې له تاجکستان سره د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو دوستانه اړيکې جوړې کړي او د لا لوړې کچې پر بنسټ د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي. چين به له تاجکستان سره د دوستۍ او ګټو پر بنسټ همکارۍ پراخې کړي او پلويتوب به یې وکړي، چې د خپل ملي حالاتو له مخې پرمختګ ومومي، د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا لپاره هڅې وکړي.
نوموړي ويلي، چې هغه د ولسمشر امام علي رحمان د ټولو سياسي ترتيباتو او پرمختيايي تدبيرونو ملاتړ کوي او له هر ډول بهرني ځواک سره، چې د تاجکستان په کورنيو چارو کې مداخله او یا لاسوهنه لري، کلک مخالفت کوي.
شي جين پينګ ويلي، هر څنګه چې نړيوال حالات بدليږي، چين به د تاجکستان باوري ملګری وي او وروري به ورسره پالي.