د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۵مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنه دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې اترې وکړې او دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان کړی دی.
د تاجکستان ولسمشر اعام علي رحمان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د رئيس شي جين پينګ تود هرکلی کړی.
د دواړو هېوادونو مشرانو د هرکلي او ښه راغلاست تر مراسمو وروسته د کوچنۍ ډلې خبرې اترې او د لويې ډلې په کچه ملاقات کړي دي.
یادو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو په تړاو ګډه اعلاميه خپره کړې او د دوی په حضور کې يې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو مسئولينو د سوداګرۍ او اقتصاد، سيمه ييز اتصال، د کانونو استخراج، امنيت ساتنې او کلتوري تبادلې په ګډون بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي.