د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او مل پلاوي، د ازبکستان د کانونو او جیولوژۍ له وزیر اسلاموف بوبیر فرخادویچ سره کتلي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ازبکستان د کانونو وزیر، د کانونو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نږدې همکاریو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پانګونې د ملاتړ هوکړه لیک د لاسلیک کولو غوښتنه کړې ده. هغه دغه راز په ازبکستان کې د مسو د پروسس په برخه کې د دوو لویو فابریکو د جوړېدو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې دغه فابریکې خامو موادو ته سخته اړتیا لري چې د افغانستان د مسو په اکتشاف او استخراج سره به دغه اړتیا پوره شي. همدا رنګه، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، وړاندیز کړی د افغانستان په شمال کې د تېلو او ګازو او دغه راز د غزني او هرات د مسو په کانونو او د کاني موادو د پروسس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي. د کتنې په پای کې، پرېکړه شوې چې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ، د ازبیکستان یو رسمي پلاوی د سروې او تخنیکي کارونو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.