د فراه ولایتي چارواکي وایي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې دغه ولایت کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۵ پراختیایی پروژو چارې پیل شوې دي. د چارواکو په خبره، له دغو ۴۵ پروژو ۹یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د فراه د اقتصاد رییس، جمال الدین جلالي ویلي، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت ۴۵ پراختیایي پروژې په لاره اچولې دي. له دې جملې ۹ پروژې بشپړې شوي او پر ۳۶ لویو او کوچنیو پروژو کار روان دی. هغه ویلي، فراه ولایت کې د ترسره کېدونکو پروژو باید سمه ارزونه وشي. د بخش اباد بند فراه کې تر ټولو ستره پروژه ده چې اوس مهال پرې کار روان دی. دغه بند د ۱۳۶۰ میلیونه مټره مکعبه اوبو او ۲۷ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.