ټولګټو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد پل سیمه کې د سړک قیر اچونې چارې پیل شوې. دې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه لار به سبا دوشنبه د مازدیګر له پنځو بجو څخه د چهارشنبې مازدیګر تر پنځو بجو پورې د باروړونکو او غټو مسافر وړونکو وسايطو پرمخ وتړل شي. یاد وزارت زیاته کړې؛ ذکر شوي وسایط کولای شي، چې دې موده کې د کابل – لوګر لويې لارې له تنګي مسیر څخه په ګټې اخیستنې تګ راتګ وکړي.