د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي د جولای په ۸مه او ۹مه مسکو ته سفر کوي. روسي رسنیو د کرملین ویاند، ډیمیټري پسکوف له قوله ویلي، چې له روسي چارواکو سره به د نریندرا مودي لیدنې ډېرې پراخه او مهمې وي. د نریندرا مودي او ولادیمیر پوتین تر منځ وروستۍ لیدنه د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې شوې وه.