د کونړ ولایت یو شمېر سوداګر وایي، چې د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د پاکستان له لارې هند ته ۸۰۰۰ ټنه پیاز صادر کړي. سوداګر وايي، هڅه کوي د دغه ولایت نورو کرنیزو توکو ته هم په نړۍوالو بازارونو کې د خرڅلاو زمینه برابره کړي. د دغه ولایت کروندګر وايي، خوښ دي چې کرنیز توکي یې نړۍوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. له بلېخوا د یاد ولایت سیمهییز مسوولین سوداګرو ته د بشپړې همکارۍ او لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي.