له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ وايي، سبا دوشنبه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي. دغه کمپاین، داسې مهال پیلیږي چې تېره ورځ له کندهار ولایت څخه د ګوزڼ د دوه مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی. له پولیو پاک افغانستان سازمان د ګوزڼ ضد واکسین پرګټو ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي. یاد سازمان نه ده په ډاګه کړې چې د ګوزڼ ضد واکسین به د افغانستان په کومو سیمو کې پیل کړي، خو د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د څلورو ورځو لپاره د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو او څلور ورځې به دوام ولري.