په نیپال هېواد کې د سختو ورښتونو وروسته د سېلابونو، ځمک ښویېدنې او تندر له امله ۴۷ تنه مړه شوي دي. د چارواکو په وینا؛ د سېلابونو له امله څلور، د ځمکښوېدنې له امله ۲۴ او د تندر له امله ۱۹ نفره مړه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د دغه هېواد په پلازمنیه کاتمندو کې وروستیو سېلابونو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي.