په افغانستان کې د سولې پروسه او د بین الافغاني خبرو پیل له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د اصلي خنډ په اړه چارواکي څه نه وايي، خو په ظاهره دا حالت د بندیانو د تبادلې پر سر له اختلاف څخه زیږېدلی دی. حکومت باید د طالبانو پاتې ۳۲۰ بندیان هم خوشې کړې وی چې بین الافغاني خبرو ته یې لاره هوارې کړی وی، خو حکومت وايي چې له یوه اړخه فرانسه او اسټرالیا د ځینو بندیانو پر خوشې کولو اعتراض لري او له بله اړخه طالبان باید ۲۲ کومانډو ځواکونه خوشې کړي. ارګ دا هم وايي چې که دا بندیان خوشې شي، نو برېټانیا او امریکا به د نشه يي توکو سیلاب لاندې کړي.
د دغه حالت پایله سر له اوسه محسوسه ده. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو او نښتو خبرونه ورکول کېږي. په دې جګړو او نښتو کې هره ورځ لسګونه امنیتي ځواکونه او طالبان وژل کېږي. د دې تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي چې یوازې په تېرو دریو ورځو کې شاوخوا دېرش ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي. په کابل کې هم د چاودنو یوه مرموزه څپه پیل شوې ده. هره ورځ د څو چسپکي مایونونو او نورو امنیتي پېښو رپوټونه ورکول کېږي.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ولې هر څه ځنډېږي او ولې بین الافغاني خبرې نه پیلیږي؟
موږ دلته درې اساسي خنډونه یادوو:
لومړی: تر ګردو اساسي خنډ دا دی چې امریکا لا هم دوه مخې لوبه کوي. له یوه اړخه یې طالبانو ته د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو ډاډ ورکړی او لاسلیک یې ورسره کړی او له بله اړخه یې تر پایه پورې په دې چاره کې پر حکومت واقعي فشار را نه وست. امریکا وغوښتل چې له همدې بندیانو د بین الافغاني خبرو د ځنډ لپاره استفاده وکړي، چې پکې بریالۍ هم شوه. که امریکا بندیان خوشې کولی شوای، خو ویې نه کړل، نو خبره ښکاره ده او که یې دا کار نه شو کولی، خو بیا یې هم له طالبانو سره په دې اړه لاسلیک وکړ، بیا هم پړه د امریکا پر غاړه ده. له همدې امله اصلي لوبه امریکایان کوي او د ستونزې اصلي جرړه دوی جوړه کړې ده.
دویم: حکومتي چارواکي یو مخ د سولې مخالف دي. له همدې امله هڅه کوي چې خنډ او ستونزې جوړې کړي. واقعیت دا دی چې د ارګ واکمنانو ته تر افغان، افغانستان او سولې خپل واک مهم دی. له همدې امله د خپل واک د تدوام هڅه کوي او له هر لوري هڅه کوي چې د سولې د خبرو د پیل مخه ونیسي. دوی ډېر مسایل د پلمې په توګه کاروي. له دې امله چې د امریکا لخوا له واقعي فشار سره نه دي مخ شوي، نو ځکه یې دا لوبه تر اوسه بریالۍ هم ښکاري.
درېیم: طالبان لا هم پر امریکا بې ځایه باور کوي، فکر کوي چې ستونزه امریکا نه، بلکې حکومت جوړه کړې ده. له بله اړخه طالبان ډېر وچ او سخت دریځ لري، چې پکې هېڅ ډول بدلون نه راځي. دوی وايي چې که یې یو بندي هم پاتې وي، خبرې نه کوي، نو دوی ته تر سولې د دوی یو بندي مهم دی او همدا چاره د دې سبب شوې چې نورو اړخونو د خبرو د ځنډ پلمې هم په لاس ورکړې.
تڅو چې یو پراخ ولسي فشار را منځ ته نه شي او ښکېل اړخونه مجبور نه کړي، متاسفانه نه یوازې د سولې په برخه کې به کوم محسوس پرمختګ ونه شي، بلکې جګړه به لا زیاته شي.