د جوزجان – فاریاب د لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي دي. د جوزجان د ترافیکو مدیر شبیر احمد سعیدي ویلي، چې دغه پېښه پرون مازدیګر شاوخوا شپږ نیمې بجې د دغې لویې لارې د خواجه دوکوه برزګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یوه رونیکس ډوله موټر او ټانګر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د هغه په خبره د دغې پېښې مړه شوي کسان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.