د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان له مشرې، شاویلي سره د خوارځواکو ماشومانو او مېندو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې په دغه کتنه کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د دوامدارې همکارۍ او د خوارځواکو ناروغانو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.