د کونړ ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ستر پل د جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د کونړ مرستیال والي ویلي چې د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په دوبندو سیمه کې د دفاع وزارت په مالي ملاتړ د ۱۲.۹میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ مترو په اوږدوالي د یو ستر کانکریټي پل د جوړوېدو چارې پيل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې د سیمې لسګونه تنو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. د سېمې اوسېدونکي د ورته ټولګټو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.