یوه پوښتنه چې کېدای شي په دې ورځو کې د هر چا ذهن کې را وګرځي، دا ده چې کرونا ویروس پر امیدوارو مېرمنو باندې څه اغېز کوي؟ ایا ماشوم ته یې هم انتقالېږي او که نه؟ دا چې تر اوسه پورې د دې ویروس په اړه کافي معلومات نشته، نو دا هم نه ده روښانه شوې چې دغه ویروس امیدوارې مېرمنې څومره اغېزمنولای شي. دا چې د امیدوارو مېرمنو بدن د ټولو ناروغیو پر وړاندې حساس او دفاعي ځواک یې کمزوری وي، نو کېدای شي کرونا ویروس هم ور باندې ژر اغېز وکړي، مور او ماشوم دواړو ته زیان ورسوي. که خدای مه کړه امیدوارې مېرمنې پر دې ناوړه ناروغۍ اخته شي، پرته له دې چې ماشوم پرې اخته شي، زیان ورته اړولی شي، ځکه له دې ناروغۍ سره هرو مرو تبه وي، که مور د حمل پر وخت درې میاشتې پر له پسې تبه تېره کړي، کېدای شي ماشوم هم له ځینو مورزادي ناروغیو سره نړۍ ته راشي، نو مخکې له مخکې یې باید پر وړاندې اقدام وشي.