د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز په ګډون په برکي برک او خروار ولسوالیو کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ویلي، چې د مرکز پل علم په نیازیو کلي کې، د خروار ولسوالۍ په طاووس خېلو کلي کې او د برکي برک ولسوالۍ په نو برجه سمیه کې د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې په دغو شبکو کې د ۳ ژورو څاه ګانو کیندل، د ۸۰ تختې سولرونو نصبول، د ۵۰ او ۶۰ متره مکعب اوبو په وړتیا ۳ زېرمې او کور په کور د نل لیکو نښلول شامل دي، چې پر مټ یې ۸۶۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.