د پنجشېر د پوهنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۳۵ ښوونځیو د بیارغولو خبر ورکړی دی. د پنجشېر سرپرست والي ویلي، چې سږ کال به د ۹ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۵ ښوونځيو ودانۍ بیاورغول شي. نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې د یاد ولایت په کچه د ۳۱ نورو ښوونځیو د جوړولو پلان لري. اوسمهال په یاد ولایت کې ۱۲۸ ښوونځي شتون لري، چې په کې ۲۶ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. هېره دې نه وي، چې تېر کال هم په دغه ولایت کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۳ ښوونځیو ودانۍ بیارغول شوې دي.