د بنګله دېش په شمالي سیمو کې د سختو سېلابونو له امله دوه میلیونه کسان بند پاتې دي. دغه هېواد کې پېښو ته د رسېدو وزارت ویلي، یاد سېلابونه د سختو او پرلهپسې ورښتونو له امله راوتلي چې له امله یې پلونه او د اوبو بندونه هم ویجاړ شوي دي. د دغو سېلابونو له امله ښوونځي تړل شوي او خلکو هم لنډمهالو پنډغالو کې پناه اخیستې ده.