د خوست ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د دې ولایت په مرکز متون کې د ۹ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو درې شبکو چارې پيل شوې. د مسوولینو په خبره د یادو پروژو مالي لګښت د “NCA”موسسې له لوري ورکول کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې ۵۲۶ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شي.