د افغانستان بانک د اسعارو په بازارونو کې د ګرځنده او د بېجوازه صرافانو فعالیت منع کړی دی. د افغانستان بانک ویاند وايي ګرځنده صرافان باید د فعالیت جواز ترلاسه کړي څو په قانوني توګه خپل کار ته دوام ورکړي. بلخوا، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د اسعارو په بازارونو کې د ګرځنده صرافانو پر فعالیتونو بندیز نظم رامنځته کوي؛ خو د افغانستان بانک هم باید د هغوی د بېکارۍ د مخنیوي لپاره یوه حل لار پیدا کړي. تر د وړاندې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د صرافانو لپاره د افغانستان بانک چمتو شوې طرحه د عملي کېدو وړ بللې وه. د دغې طرحې له مخې، صرافان باید د جواز ترلاسه کولو لپاره پنځه میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه ورکړي او د پیسو د خدمتونو شرکتونه باید افغانستان بانک ته ۵۰ مېلیونه افغانۍ د تضمین په توګه ورکړي.