د ملي پراختیا شرکت ویلي چې، په نږدې راتلونکي کې د بلخاب ډبرو سکرو حوزه به څه باندې زرو تنو ته د کار زمینه برابره کړي. د دغه ملي شرکت د چارواکو پر وینا، د هغو سړکونو د جوړولو لپاره چې، د بلخاب کانونه سره نښلوي او همدارنګه په دغې ولسوالۍ کې د ټولو اسانتیاوو د برابرولو لپاره، دوه مېلیارده افغانۍ لګول شوې دي. ورته مهال، د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي وروسته له هغې چې، د بلخاب د ډبرو سکرو کانونو مسوولیت دغه شرکت ته سپارل شوی دوی د خلکو له لوري په ناقانونه ډول د کانونو د استخراج مخه نیولې ده. د سرپل سیمهییزو مسوولینو په خبره دا مهال د افغانستان ډبرې سکاره په ځانګړې توګه د بلخاب ډبرې سکاره په پاکستان پلورل کېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې ورته د بازار موندنې په پار هم هڅې روانې دي. د لومړنیو څېړنیو پربنسټ د سرپل د بلخاب ډبرو سکرو حوزه کې یو نیم مېلیارد ټنه د ډبرو سکاره تثبیت شوي چې، استخراج به یې د هېواد د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو برابرولو برخه کې بنسټیز رول ولري.