په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ لخوا د بیا بیا پوځي عملیاتو د دوام لړۍ په کلکه غندو او دا د پښتنو د عام وژنې لپاره یوه دسیسه بولو. دا د بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونې یو مثال دی چې د سیمهییزو پښتنو ټولنې ته درانه زیانونه رسوي او د هغوی ژوند او معیشت له خطر سره مخ کوي.
پاکستاني پوځ او لوړپوړي چارواکي پر دې سلا شوي چې یو ځل بیا د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په خیبر پښتونخوا کې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیات ترسره کړي. دا عملیات چې ظاهري هدف یې د ترهګرۍ له منځه وړل ښودل کیږي، په حقیقت کې د پښتنو په سیمو کې د ژوند چارې ګډوډوي او د بې ګناه وګړو ژوند یې هم په خطر کې اچولی دی. د تېرو بریدونو په ترڅ کې په زرګونو پښتانه وژل شوي او له خپلو کورونو مهاجرت ته اړ شوي، چې یو شمېر یې لا تر اوسه په افغانستان کې مېشت دي او خپلو کلیو ته په ډاډه زړه نشي ستنیدلی.
د پاکستان پوځ د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه او د ډالري مرستو د ترلاسه کولو لپاره د پښتنو پر سیمو بریدونه کوي، په داسې حال کې چې د پنجاب په سویلي برخو کې د ترهګرو ډېرې ځالې شتون لري. دا پالیسي نه یوازې چې د ترهګرۍ ریښې نه وباسي، بلکې دا ښيي چې د پاکستان حکومت په سیمه کې د ثبات راوستلو په لټه کې نه دی، بلکې یوازې خپلې ګټې تعقیبوي. د دې وضعیت د دوام په ترڅ کې، د بې ګناه پښتنو ژوندونه ضایع کیږي او سیمهییزې ټولنې یې د تباهۍ په حال کې دي.
د پوځي عملیاتو تر څنګ، د پاکستان استخباراتي کړیو هم د پښتنو د قومي مشرانو او همداراز د ځوان نسل سیاسي فعالان په پراخه ډول په نښه کړي دي. د دې لړۍ یوه ښه بېلګه د پي ټي ایم غړي ګیلهمن وزیر باندې ترهګریز برید دی، چې تر دې دمه د مرګ او ژوند په پوله پروت دی. دا پیښې ښيي چې د پاکستان حکومت د پښتنو د مشرانو او فعالانو غږونه خاموشه کول غواړي، ترڅو د دوی د حق غوښتنو او عدالت غوښتنو مخه ونیسي.
موږ له نړیوالو غوښتنه کوو چې د داسې یو هېواد له ملاتړه لاس واخلي چې د ترهګرو ډلو په رامنځته کولو کې لوی لاس لري او ټوله سیمه یې بې ثباته کړې ده. د پاکستان حکومت چې په منظمه توګه د پښتنو پر حقونو تېری کوي، باید د نړیوالې ټولنې لخوا وغندل شي او په سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو په موخه پرې فشار راوړل شي.
موږ د پاکستان حکومت ته په ډاګه وایو، چې په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پر ځای دې پر خپلو ناکامو شیطاني پالیسیو بیا کتنه وکړي او له افغانانو سره له دښمنۍ دې لاس واخلي او ازمویل شوې ناکامې تجربې دې بیا نه تکراروي. دا مهال د سیمې حالت د دې غوښتنه کوي چې د پښتنو ژوند او حقونه په درناوي سره خوندي شي، او د ترهګرۍ پر وړاندې رښتیني ګامونه پورته شي، نه دا چې د پښتنو د ژوند او مال تباهۍ ته دوام ورکړل شي.
په پای کې، د پاکستان حکومت ته مو پیغام دا دی چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د پښتنو د ژوندونو سره لوبې کول دې بس کړي او د بشري حقونو درناوی دې وکړي. نړیواله ټولنه باید د دې حالت پر وړاندې خپل غبرګون وښيي او د پښتنو د حقونو د ساتنې لپاره دې لازم اقدامات وکړي.