په امریکا کې د تګزاس سیمهییز چارواکي وایي، چې په دغه ایالت کې د دوشنبې په ورځ د موسمي بارانونو له امله درې کسه مړه شوي دي. ویل شوي، چې په دغه توپان او سېلابونو کې د لویې لارې بندې شوې، ۱۳۰۰ الوتنې لغوه شوې او پر ۲.۷ مېلیونه کورونو برېښنا پرې شوې ده. دغه توپان په تېره اونۍ کې جامایکا، ګرانادا، سنتوینسنت او ګرنادین ته ورسېد او په مکسیکو کې یې بیا لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه کړل. د راپورونو له مخې، د توپان له امله په تګزاس کې د تېلو او ګازو د چاڼولو د مرکز چارې چې د امریکا تر ټولو لوی د طبیعي تېلو او ګازو تولیدوونکی دی په ټپه ودرېدې او د ځینو چاڼ خونو کارکوونکي هم له هغه ځایه واېستل شول. چارواکو ویلي، چې په تګزاس کې د برېښنا نښلول به څو ورځې وخت ونیسي.