د فراه ولایتي مسوولینو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د چارو د پیل خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ویلي، چې د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۶.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي، چې د ۴۰ متره مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او چارې به یې په دوه میاشتو کې بشپړې او د یاد کلي ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. د سيمې اوسېدونکي د یادو پروژو په پلي کولو خوښي څرګندوي او د ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.