د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ماشومان له سختو رواني ناروغیو سره مخ دي. په دغه راپور کې راغلي هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي، په اضطراب اخته دي چې دا کچه له نړۍوالې منځنۍ کچې ۱۰ سلنې لوړه ده. یونیسف په افغان ماشومانو کې د دغه اضطراب او خپګان لاملونه؛ بې وزلي، کډوالي، تکراري طبیعي پېښې او د چاودېدونکو توکو ګواښونه او زیانونه بلل شوي دي.