د جوزجان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږکال د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې پر شاوخوا ۸ زره او ۱۶۰ هکتاره ځمکه خټکي کرل شوي وو، چې حاصلاتو کې یې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی. د یاد ریاست د مسوولینو په وینا؛ دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو جوړولو لپاره هڅې روانې دي.