د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګیلدییف سره په کتنه کې د دوه اړخیزو هوايي، ټرانسپورټ او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په اسانه لېږد رالېږد خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د قزاقستان سفیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ټرانسپورټي اړیکو پراختیا ته لېواله او په دغې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.