د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېر ۱۴۰۲ کال د لومړیو میاشتو په پرتله د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ایران سره، د راکړې ورکړې په برخه کې د پخوا په پرتله د پام وړ زیاتوالي خبر ورکوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په شاوخوا کې له افغانستان څخه ایران ته صادرات ترسره شوي دي. نوموړی وايي پر دې سربېره د څه باندې ۷۴۰ میلیونه ډالرو په اندازه له یاد هېواد څخه واردات ترسره شوي دي. د هغه په خبره د تېر کال په لومړیو دریو میاشتو کې د سږ کال په پرتله د صادراتو په برخه کې ۱۲ میلیونه ډالره او د وارداتو په برخه کې ۳۳۱ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی. تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور ویلي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په برخه کې د پخوا په پرتله زیاتوالی راغلی دی.